افغانستانسلايډ

د حصارک د سقوط وېره

د ننگرهار حصارک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري له سقوط سره مخ ده. يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، چې وسله والو طالبانو د ملي او سيمه‌ييزو پوليسو څلور پوستې تېره شپه او دوه نورې يې وړمه شپه په بشپړ ډول نيولې دي او اوسمهال د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه جگړه روانه ده.

دغه چارواکي زياته کړې ده، چې ځايي پوليس شکايت کوي، چې د ملي اردو سرتېري د طالبانو د بريدونو مقابل کې د دوی مرسته نه کوي او ډېر ژر به ولسوالۍ د طالبانو له لوري ونيول شي.

چارواکي تر دې دمه د حصارک دغو نښتو کې د دوه پوليسو وژل کېدل او نهو نورو ټپي کېدا تاييدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي تېره ورځ وويل، چې امنيتي ځواکونو حصارک کې دېرش تنه وسله وال طالبان وژلي دي او شل نور ټپيان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button