
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د رنګ روډ کې د اډې اخندزاده صېب په سیمه کې د بهرنیانو پر پوځي قطار ځانمګری برید شوی.
چاودنه نن مازدیګر په ۵ بجو وشوه.
د بهسود د امینې قومندان په وینا په چاودنه کې یواځې ځانمګری وژل شوی او بهرنیانو ته ځاني زیان نه دي رسېدلي خو د بهرنیانو یو زغروال ټانګ ته زیان رسېدلی.
د چاودنې پړه طالب وسله والو پر غاړه اخیستې.
د طالب وسله والې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په چاودنه کې شپږ تنه بهرني پوځيان وژل شوي او یو زغروال ټانګ په بشپړ ډول ویجاړ شوی.