خبرونهسلايډ

اردوگان د کودتا له خبره وروسته څه وکړل؟

د اردوغان زوم البیرق وايي چې د کودتا له هڅې لومړی زه خبر شوم او موږ له اردوگان سره د ترکیې په ساحلي ښار د مرمرې په یوه هوتل کې وو. ما اردوگان له ځان سره لرې یوې خونې ته یوړ او هلته مې ورته د کودتا د هڅې خبره وکړه. اردوغان له لومړي وزیر بن علي یلدریم، د استخباراتو له مشر هاکان فیدان او د استنبول له والي سره تلیفوني خبرې وکړې او دوی د خبر پخلی وکړ.

د هوتل مشر او نورو ملگرو اردوغان ته مشوره ورکړه چې د یونان نږدې ټاپووزمې ته لاړ شي خو اردوغان دغه خبره رد کړه او د استنبول په لورې یې د تلو فیصله وکړه.

له سفر دمخه اردوگان اودس وکړ او دوه رکعته لمونځ یې ادا کړ. له لمانځه وروسته یې د سکایپ له لارې ولس ته پیغام ورکړ چې لویو لارو او میدانونو ته راووځي او د کودتا مخه ونیسي او خپله د استنبول په لور رهي شو.

د اردوگان شاوخوا ملگري وايي چې د کودتا له خبر سره د اردوگان په رواني حالت کې کوم بدلون رانغی او رواني حالت یې لوړ وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button