افغانستانسلايډ

طالبانو فراه کې د ښوونځيو فعالولو غوښتنه کړې

وسله والو طالبانو فراه ولايت کې کوچنيانو ته د زده‌کړو د زمينې برابرولو لپاره غوښتنه کړې، چې ټول تړل شوي ښوونځي دې پرانيستل شي. طالبانو د دولت له لوري ټاکل شويو د ښوونځيو مديرانو ته مکتوبونه ورکړي، چې په کې يې د ملاتړ څرگندونه کړې ده.

د فراه د پوهنې رياست تدريسي مرستيال صادق حليمي مني، چې طالبانو په وروستيو کې معارف سره له مخالفته لاس اخيستی او دوی نه يې غوښتي، چې په ټولو هغو سيمو کې ښوونځي فعال کړي، چې د هغوی تر ولکې لاندې دي. همدا راز هغو سيمو کې نوي ښوونځي رامنځته کړي، چې تر دې دمه له زده‌کړو بې برخې دي.

د فراه د پوهنې لپاره د طالبانو مسوول ډاډ ورکړی، چې که دولت وغواړي، محرومو سيمو کې نوي ښوونځي جوړ کړي، دوی ورته زمينه برابروي. خو د فراه د پوهنې رياست مسوولين وايي، د بوديجې د نه شتون له امله دوی نوي ښوونځي نه شي پرانيستلی.

پژواک سره خبرو کې فراه کې د طالبانو د معارف مسوولينو ويلي، دوی نه د نجونو او نه هم د هلکانو له زده‌کړو سره مخالفت لري، بلکې د معارف د پرمختگ لپاره ځانگړي کميسيونونه لري، څو خلک زده‌کړو ته تشويق کړي او محرومو سيمو کې نوي ښوونځي جوړ کړي.

فراه کې د طالبانو له لوري د پوهنې مسوول مولوي فخر الدين نقشبندي زیاته کړې: «موږ نه يوازې تعليم او معارف سره مخالف نه يو، بلکې خلک تعليم ته هڅوو، همدا اوس بالابلوک، بکواه او گلستان ولسواليو کې لسگونه د قرآن کريم او ديني او عصري زده‌کړو مرکزونه لرو».

دغه طالب چارواکي ادعا کړې، چې د فراه د لاش جوين او پرچمن ولسواليو پرته نورې ټولې ولسوالۍ او د مرکز اړوند ځينې سيمې د دوی تر کنترول لاندې دي او د دولت له لوري د معارف مديرانو ته يې ليکونه استولي، چې ژر تر ژره خپل ښوونځي فعال کړي».

نوموړي د فراه ځينو سيمو کې د دوی له خوا جوړو شويو ښوونځيو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې په راتلونکې کې د نورو ښوونځيو جوړولو پلان هم لري. د نقشبندي په وینا «يوه خبره ده، که ښوونکو ته معاش موږ ورکړو او که دولت».

د سيمې چارواکي وايي، طالبانو د ښوونځيو په نصاب کې کوم بدلون نه دی راوستی او دولتي نصاب تدريسېږي، خو طالبان وايي، د زده کړو بهير يې تر څار لاندې دی.

فراه کې د طالبانو له لوري د معارف د څار عمومي مسوول سراج الدين شيواني ويلي: «د ملا منصور اخوند له راتگ سره کوښښونه پيل شول، چې عصري علوم وده وکړي».

ښاغلي شيواني زياته کړې، د ډېری ښوونځيو د ټولگيو فرشونه، چوکۍ او نور شيان د زده‌کوونکو په پيسو اخيستل شوي: «دولت موږ سره د نويو ښوونځيو جوړولو ژمنه کړې، خو تر اوسه يې کوم گام نه دی پورته کړی».

د فراه ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وايي، له هغه وروسته چې طالبانو ډاډ ورکړ، د هغوی تر کنترول لاندې سيمو کې يې پينځه ويشت تړل شوي ښوونځي پرانيستي دي. هغه زياته کړه، پاتې نور به راتلونکې «وږي» کې پرانيستل شي.

د پوهنې رياست دغه چارواکي د بوديجې په اړه ويلي: «موږ سره هيڅ نه شته، تېر کال مو پوهنې وزارت ته د بوديجې د زياتولو ويلي، خو وزارت تر اوسه ځواب نه دی راکړی».

د فراه اوسېدونکي بيا د طالبانو له دې گامه خورا خوښ دي او وايي، طالب چارواکي څو موده وړاندې د کليو جوماتو کې پورته شول او له خلکو يې وغوښتل، خپل کوچنيان ښوونځيو ته واستوي. هغوی زياتوي، طالبانو وروسته په دې اړه اعلاميې هم خپرې کړې.

د ځينو سيمو اوسېدونکي بيا وايي، دا لومړی ځل دی چې سيمه کې يې ښوونځي جوړېږي. د هغوی په وينا ښوونکو ته معاش دوی ورکوي، خو ښوونځي د طالبانو له لوري جوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې فراه کې همدا اوس تر درې لکو پورې کوچنيان له زده‌‌کړو بې برخې دي.

Related Articles

Back to top button