سلايډسيمه او نړۍ

هايتي کې د اتو سوو کسانو له وژلو وروسته توپان امريکا ته روان دی

هايتي کې د تېرې سه شنبې له ورځې پيل شوي توپان تر دې دمه اته سوه تنه وژلي دي او د سيمې د خلکو په وينا شونې ده دا شمېره تر دې ډېره زياته شي.

د ملگرو ملتونو سازمان ويلي، چې څو ورځې وروسته به معلومه شی، چې ټول اوښتی زيان څومره دی.

سيمې ته تللې مرستندويه ډلې وايي، چې ځينو سيمو ته لا هم له چورلکو او بېړيو پرته تگ راتگ ناشونی دی.

د ميتيو په نوم دغه توپان ساعت کې ۱۹۳ کيلو متره لار وهي او د هايتي له ځپلو وروسته اوس د امريکا د فلوريدا ايالت په لور روان دی. فلوريدا کې سلګونه زره خلک له دې وېرې له خپلو کورونو تښتېدلي، چې سېلاب او توپان به يې ووژني. امريکا کې د هوا پېژندنې ادارو ويلي، چې که دا توپان وچې ته ونه رسېږي هم د سمندر په غاړه به ستر ويجاړی رامنځته کړي.

دغو ادراو زياته کړې ده، چې دا توپان دومره ځواکمن دی، چې په تېرو لسيزو کې ساری نه لري او تر پينځو مترو لوړې څپې به ولري.

د دغو ادارو په وينا توپان به د امريکا د ختيځو سمندري غاړو په اوږدو کې شمالي برخو (جورجيا، شمالي کوريا او…) ته ورسېږي او شونې ده بېرته پر فلوريدا ايالت راوگرځي. امريکايي ولسمشر په يادو درې واړو ايالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button