روغتياسلايډ

تور بانجان ولې گټور نه دي

انسانان په خپل شاوخوا کې د خوړو او ژوند کولو له پاره ډېر څه لري چې گټه ترې پورته کړي. ډېری انسانان فکر کوي چې له غوښو څخه گټه پورته کول ښايي دوی ته گټور وي. وروستۍ څېړنې ښکاره کوي چې سرې او د غویو غوښې انسان په ډېرو ناروغیو اخته کوي. د وینې فشار او د وینې غوړوالی ډېر ځله د غوښو له ډېرو خوړولو پیدا کېږي.

له سبو گټه اخيستل ډېرې روغتیايي گټې لري او له گڼو ناروغیو څخه انسان ژغوري. ډاکټران او د خوړو د چارو پوهانو په دې اړه ډېرې څېړنې کړي او لاسته راوړنې ښکاره کوي چې انسان له گڼو تکلیفونو څخه ژغوري. په دې وروستیو کې ځینو څېړنو ښکاره کړې چې ځینې سابه گټور نه دي او انسان په ناروغیو اخته کوي چې له دوی څخه یو هم تور بانجان دي.

د تور بانجانو جوړښت له سفنجو څخه شوی دی او د سفنجو یو ځانگړنه دا ده چې په خپل شاوخوا کې هر څه رانغاړي. پوهان وايي چې دا سفنج په خپل شاوخوا کې ډېر غوړ رانغاړي او انسانان نه پوهېږي چې په څومره مقدار کې غوړ مصرفوي.

توربانجان همدارنگه د اوکزلات گیس لري چې په پختورگو او کیسې صفرا باندې بد اغېز کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button