سلايډسيمه او نړۍ

هانفينگټون پوسټ ورځپاڼه: ایراني سنیان والي او وزیر نه لري

امريکايي هانفينگټون پوسټ ورځپاڼې د امريکا د نړيوالو څېړنو د مرکز مشر دوکتور مجيد رفيع زاده يوه مقاله خپره کړې او زياتوي، چې د تېرو پنځه ويشتو کالو په ترڅ کې اوس وخت ايران کې د اعدامونو پېښې تر ټولو زياتې دي.

مقاله کې راغلي، چې تېر ۲۰۱۵م کال کې د محمود احمدي نژاد د واکمنۍ دوه چنده خلک اعدام شوي او د ۲۰۰۵م کال په پرتله لس چنده زيات خلک اعدام شوي دي.

د ملگرو ملتونو د رسمي راپور له مخې ۲۰۱۵م کال کې ايران شاوخوا زر کسان اعدام کړي او رښتينې شمېر يې له دې هم زيات دی.

د ۲۰۱۵م کال کې هره ورځ په اوسط ډول څلور تنه اعدام شوي او دغه ډېری اعدامونه د ښاري سيمو په زندانونو کې شوي دي.

دوکتور رفيع زاده ليکلي، چې د چين او ايران د نفوس په پرتله ايران کې د اعدام پېښې د نړۍ تر ټولو هېوادونو زياتې کيږي او ورپسې چين دی.

د پرېمانه اعدامونو ترڅنگ ايران کې د سني اقليتونو حقوق هم د پخوانيو کلونو په پرتله نور هم خوړل شوي، د تېر کال په ټاکنو د ايران لږه کيو مخه ونيول شوه، چې ټاکنو کې گډون وکړي او د ايران خميني انقلاب راهيسې دا کچه يو شپېته سلنه زياته شوې ده.

دوکتور رفيع زاده ليکي، چې ايران په لوی لاس د خپل هېواد عرب او سنيان ځپي، حکومتي څوکيو کې ځای نه ورکوي، په داسې حال کې، چې سنيان د ايران تر ټولو ستر اقليت دی.

ايراني سنيان شکايت کوي، چې دوی ته د حکومت په لوړو څوکيو کې ځای نه ورکول کيږي او تر اوسه دوی د وزير او والي په کچه چارواکی نه لري.

سربېره پر دې د پلازمېنې تهران په گډون هغو سيمو کې، چې ډېری اوسېدونکي يې شيعه گان وي، سنيانو ته اجازه نه ورکول کيږي، چې خپل جوماتونه اباد کړي.

د مقالې په پای کې راغلي، چې ايران د حکومت سني سياسي مخالفين په کلونو کلونو بنديانوي، په اسانه يې اعداموي او د خپلو دغو کارونو لپاره دليل وايي، چې سني سياسي مخالفين ترهگر دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button