د زلمي خلیلزاد نوي کتاب کې کوم رازونه بربنډ شوي؟
افغاني الاصله امريکايي ډيپلومات، زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې د «استازي» په نامه خپل تازه اثر خپور کړ. خلیلزاد چې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې په ډېرو حساسو شرایطو کې سفیر پاتې شوی یو لړ مهمو ټکو ته شاره کړې.
خلیلزاد په ډاګه کوي چې په عراق کې د پخواني ولسمشر، جورج بوش استازي، پال بریمر له د ولسمشر له اجازې پرته د عراق د وخت اردو له منځه یوړه. برېمر په عراق کې د پخواني امریکايي ولسمشر ځانګړی استازی او په دغه هېواد کې تر ټولو ځواکمن امریکایی و.
زلمي خلیلزاد په خپل کتاب کې ليکلي، چې پر عراق د امريکا له پوځي بريد وړاندې ملګرو ملتونو لپاره د ايران ځانګړي استازي او اوسني د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف له امريکايي چارواکو سره خبرې کړې وې. «استازي» کې لیکل شوي چې ايران امريکايانو ته ډاډ ورکړی و، چې عراق کې به دوی سره مرسته کوي او که امريکايي الوتکې له اجازې پرته هم د ايران خاورې ته ننوتې، نو دوی به يې مخنيوی نه کوي.
زلمي خليل زاد الجزيرې تلويزون سره په خپله مرکه کې وويل، چې پر عراق د امريکا له بريد وړاندې او صدام حسن د حکومت له نسکورولو مخکې بايد ژر تر ژره لنډمهالی حکومت جوړ شوی وای، لکه څرنګه، چې افغانستان کې وشول. همدارنګه بايد پوځ کې اصلاحات راغلي وای او د صدام حسين بعث ګوند پلويان او غړي بايد له عدلي او قضايي لارو له دندو ګوښه شوي وای.
د زلمي خليلزاد له قوله پر عراق د امريکا له بريد وروسته بريمر د عراق اردو منحل کړه او د بعث ګونديانو پر وړاندې له سياسي تاوتريخوالي کار واخيستل شو او دې سره يې د عراق امنيتي ځواک دړې وړې کړ.
خليلزاد زياتوي، چې ده هغه مهال له پال بريمر، هغه مهال د امريکا د ملي امنيت سلاکار سټيفن هاډلي، دفاع وزير ډونلډ رمزفیلډ او بهرنيو چارو وزير کولن پاول سره په دې اړه خبرې وکړې او ټولو ورته د بريمر له قوله وويل، چې د عراق اردو پخپله له منځه ولاړه او په دې کې د دوی کوم دخل نه و.
«د عراقي پوځ د منحلېدو اعلان له بغداده خپور شو، په دې اړه امريکايي چارواکو سلا مشورې نه وې کړې او زه ټينګار کوم، چې بوش د دې خبرې اجازه نه وه ورکړې، سټيفن هاډلي وايي، چې د عراقي پوځ د منحلېدو خبر يې له رسنيو واورېد».
پخواني امریکايي ولسمشر بوش ولې د پوځ د منحلېدو په اړه مداخله ونه کړه، سره له دې چې منفي پايلې يې له اوله ټولو ته څرګندې وې، زلمي خليلزاد وويل، چې د بوش سلاکارانو په خپلو دندو کې غفلت کړی او ولسمشر ته يې دا مشورې ورنه کړه، چې د بريمر پرېکړه ور رد کړي او دی دا مني، چې د عراقي اردو له منځه وړل د عراق او امريکا پر سياست منفي اغېزې لري او همدارنګه د امريکا د ناکامۍ يو لامل هم د اردو له منځه وړل وو.
پر عراق د امريکا بريد او ايران
زلمی خلیلزاد په خپله مرکه کې ويلي، چې واشنګټن له بريد وړاندې ايران سره پټې ناستې کړې وې او هغه مهال، چې جواد ظريف ملګرو ملتونو کې د ايران سفير و، دغه ناستې د ده په مشرۍ ترسره شوې وې.
د خليلزاد له قوله د دغو ليدنو موخه دا وه، که صدام حسين د اتومي وسلو په اړه د امريکا غوښتنې ونه مني، نو امريکا به د زور کارولو ته اړ شي او دغه مهال به بيا امريکا د ايران هوايي حريم کارولو ته مجبوره وي، هغه مهال ايران امريکا ته د هر ډول مرستو ډاډ ورکړی و.
عراق کې د ايراني نفوذ په اړه وايي، چې دغه اغېز د وخت په تېرېدو او امريکا د تېروتنو له امله زيات شو، چې له امله يې شيعه ګوندونه غښتلي شول او ورسره د ايران نفوذ هم پراخ شو.
نوري المالکي
زلمي خليلزاد د عراق پخواني لومړي وزير نوري المالکي په اړه وايي، چې د ايران په سلامشوره واک ته ورسول شو او د مالکي د واکمنۍ پر مهال امريکايان له عراق څخه ووتل، نو دغه مهال نوموړي ته ښه چانس په لاس ورغی، چې د توکميز – مذهبي سياست لپاره شيعه ګوندونه نور هم غښتلي کړي.
خليلزاد د عراق اوسني حالت په اړه وايي، چې د امريکا له بريد ديارلس کاله وروسته عراق له سختو کورنيو او مذهبي کړاوونو تېريږي او د شيعه ډلو فرقه يي فعاليتونو له امله داعش او القاعده ډلې رامنځته شوې او زياتوي، چې اوسنی حالت د عراق د تجزيې لامل کېدای شي.
دغه امريکايي ډيپلومات وايي، چې د ۲۰۰۳م د مارچ په شلمه د امريکا متحده ايالتونو پر عراق بريد وکړ او له دغه بريد وروسته عراق د اوس وخت تر ټولو ستر ګواښ سره مخ دی.