سيمه او نړۍ

د حزب الله مشهور قومندان «سمیر قنطار» سوريه کې ووژل شو

د حزب الله مشهور قومندان سمیر قنطار د یکشنبې په شپه د سوریې د دمشق د ښار د جرمان سیمه کې د یوه راکټي برید له امله ووژل شو. سمیر قنطار د خپل ژوند ۳۰ کلونه د اسراییلو په زندان کې تېر کړي وو. په ۲۰۰۸ کال کې قنطار د اسراییلي بندیانو په تبادله کې ازاد شو.
په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له کړکېچه وروسته حزب الله د اسد د حکومت په پلوۍ جگړه کوي او د دې گوند ډېر جنگیالي او قومندانان په دې جگړه کې وژل شوي دي. ايران او حزب خپل د جنگیالو یوه غټه ډله د جولان په لوړو کې ځای پر ځای کړې، تر څو دغه سيمي تر خپلې ولکې لاندې کړي.
د دوشنبې په ورځ په لبنان کې د سمیر قنطار د جنازي پر مهال د دې گوند مشر «حسن نصرالله» د سمیر قنطار د وژلو پړه پر اسراییلو واچوله او دوی یې د قنطار د مرگ مسوولین وبلل. ده همدارنگه د خپل گوند له غړو سره وعده وکړه چې ډېر ژر به د سمیر قنطار انتقام له اسراییلو واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button