
د جوزجان چارواکو خبر ورکړی، چې مرديان ولسوالۍ کې شپږ تنه پوليس د طالبانو يوه کمين کې وژل شوي دي.
د مرديان ولسوال ذبيح الله زاهد رسنيو سره خبرو کې څرگنده کړه، چې پېښه پرون ماسپخين هغه مهال رامنځته شوه، چې پوليس د دې ولسوالۍ چاهي سيمه کې د طالبانو پر کمين وربرابر شول.
نوموړي زياته کړه، پېښه کې شپږ تنه پوليس ووژل شول، يو ټپي شو او يو بل هم د طالبانو له لوري نيول شوی دی.
طالبانو لا د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د مرديان ولسوال وايي، د نيول شوي پوليس د خوشې کولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.