د اسرایلو پخوانی لومړی وزیر «یهود اولمرت» نن د رشوت اخیستلو په تور بندي شو. اولمرت د اسرایلو لومړنی مشر دی چې بندي کېږي.
اولمرت تل ابیب ته نږدې د معاسیه زندان کې د نولسو میاشتو لپاره د رشوت اخیستلو او د عدالت د مخنیوي په تور بندي کېږي.
اولمرت مخکې له دې چې زنداني شي د اسرایلو خلکو ته یوه ویډیویي پیغام نشر کړی دی. هغه په ویډیويي پیغام کې ویلي: «زه چې لومړی وزیر وم، نو د اسریلو لپاره مې تر ټولو ښه امنیت راوستی وو او نن زه هماغه کس یم چې د زندان د پنجرو تر شا ودرېږم» اولمرت د ویډیو په پای کې ویلي چې دا زما په ژوند کې یوه دردونکي او عجیبه پېښه ده چې ماته یې راکوي او زه له ژور خفگان سره دې پېښې ته ورځم.
اویا کلن اولمر په نویمو کلنو کې د تل ابیب ښاروال وو. چې په دې موده کې یې د ۴۳۰۰۰ ډالرو رشوت په بدل کې یوې ودانۍ ته اجازه ورکړه چې خپل کارونه پیل کړي. اولمرت له ۲۰۰۶م څخه تر ۲۰۰۹م پورې د اسرایلو ښاروال پاتې شوی دی.
اولمرت به په زندان کې ټلویزیون، ډاکټر، کتابونو او نورو ابتدایي اړتیاوو ته لاسرسې ولري. هغه به د زندان په یوه ارام او پرمختللي برخه کې نولس میاشتې تېروي.