افغانستانخبرونه

ځانګړی پلاوی د وردګو ملکي وژنې څېړي

ولسمشر محمد اشرف غني د وردګو ولايت د وروستۍ پېښې څېړلو او لامل معلومولو لپاره يو پلاوی ټاکلی دی. پېښه چې د تېرې جمعې په ورځ د سيد اباد ولسوالۍ په اوتر کلي کې رامنځته شوه، پر يوه جومات د درنې وسلې مرمۍ لګېدو له امله وه چې په کې ۱۷ تنو کوچنيانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ځايي خلکو رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې کوچنيان يې د اردو له لوري په توغول شوي مرمۍ وژل شوي دي، خو حکومت وايي، د پېښې په اړه پلټنه کوي، د سيمې خلکو ګواښ کړی، چې که د اولادونو قاتلان يې محاکمه نه شي، د دولت پر ضد به وسله راواخلي.

ولسمشر غني وايي، د دفاع وزارت تر څار لاندې يوه لوړپوړي پلاوي ته يې د پېښې څېړلو او ده ته د راپور ورکولو دنده ورکړې ده، هغه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په پېښه غمجن دی او چارواکو ته يې له قربانيانو سره د مرستې امر کړی.

د جمعې پر سهار په رامنځته شوې دغه پېښه کې لس کوچنيان ووژل شول او اووه نور ټپيان شول، د ميدان وردګو مرستيال والي ذاکر حسين سلطاني وايي، وړمه شپه هلته نښته هم شوې وه.

ګڼ شمېر افغانانو پر ټولنيزو شبکو د پېښې غندنه کړې او له حکومته يې غوښتي، چې عاملين يې پيدا او په سزا ورسوي، څو په راتلونکې کې ورته پېښې تکرار نه شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې د پېښې غندنه کړې او په پېښه کې يې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د ميدان وردګو په ګډون په ګڼو نورو ولايتونو کې پخوا هم د ملي اردو د سرتېرو له لوري ورته پېښې ترسره شوې دي، چې له امله يې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښې د غندنې په موخه، مدني فعالان سبا په پلازمېنه کې لاریون کوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button