افغانستان
د کندز لويې لارې امنیه قوماندان له اوو ساتونکو سره وژل شوی

د کندز د لويې لارې امنيه قوماندان قهار خرم آبي له خپلو اوو تنو ساتونکو سره وژل شوی دی.
ښاغلی قهار د تخار ولايت فرخار ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی. نوموړی يو له هغو قوماندانو څخه و، چې کندز کې يې د طالبانو پر ضد جگړو کې ستره ونډه لرله.
د کندز امنيه قوماندانۍ د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د پېښې نور جزيات لا نه دي څرگند او نه يې هم پړه تر اوسه چا پر غاړه اخيستې ده.
