نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د سي ای اې له ملاتړ او همکارۍ پخوانی برخمن، د شوروي پوځيانو پر ضد د چريکي جگړو مشر او پخوانی صدر اعظم گلبدين حکمتيار يو ځل بيا دې ته تيار شوی، چې افغان حکومت سره خپلو شخړو او لانجو ته د پای ټکی کېږدي او کابل ته راستون شي.
نيويارک ټايمز زياتوي، چې د ۶۸ کلن حکمتيار ډله، چې نږدې د طالبانو د ژور اغېز له امله له منځه تللې، اوس هڅه کوي، چې افغان حکومت سره د روغې جوړې له لارې کابل ته ولاړ شي او روان تاوتريخوالی ته د پای ټکی کېږدي.
د نيويارک ټايمز له قوله که د حکمتيار استازي حکومت سره د سولې تړون وکړي، نو دا به ۱۹۹۶م راهيسې لومړی ځل وي، چې حکمتيار کابل ته راځي.
نيويار ټايمز ليکلي، چې په نويمو کلونو کې حکمتيار د دې لپاره جگړه کوله، چې ځان د افغانستان لومړی وزير شي.
«د حکمتيار د ژوند تاريخ يو ځل بيا تکراريږي.»
نيويارک ټايمز د گلبدين حکمتيار د سولې غوښتنې په اړه ليکلي، چې نوموړي ورورسته له هغې کابل ته خپل استازي ولېږل، چې طالبانو افغان حکومت سره له هر ډول خبرو انکار وکړ او ولسمشر اشرف غني په دې ونه توانېد، چې طالبان د خبرو مېز ته کينوي.
د نيويارک ټايمز په وينا افغان حکومت او د سولې شورا هم غواړي، چې ځان ته «د خټو يوه پوزه» جوړه کړي او د حکمتيار گوند هم پوهېږي، چې وسله وال غړي يې له لاسه ورکړي او اوس ورته ښه لاره دا ده، چې کابل سره روغه جوړه وکړي.
ورځپاڼه زياتوي، چې گڼ څارونکي اندېښنه لري، چې کېدای شي حکمتیار د خپل عادت له مخې له روغې جوړې وروسته افغان حکومت خپل ايتلاف يو ځل بيا مات کړي، نو دا به د ملي يووالي حکومت لپاره يو بل سرخوږی شي، په داسې حال کې، چې افغان حکومت له پخوا کمزوری او په خپلمنځي شخړو اخته دی.
نيويارک ټايمز ليکلي، چې د حکومت او حکمتيار استازي تر ډېره سره سلاشوي، چې راتلونکو لنډو ورځو کې به د حزب غړو ته کورونه، دفترونه او امنيتي ملاتړ لپاره کسان ورکړي او يوازې يو شمېر مسئلې پاتې دي، چې لا هم بحث پرې روان دی.
که حکمتيار کابل ته لاړ شي
نيويارک ټايمز ليکلي، چې حکمتيار د خپلمنځي جگړو پر مهال د زرگونو ولسي خلکو په وژنه تورن دی او د بشري حقونو ټولنې ټينگار کوي، چې حکمتيار او ډله يې بايد محاکمه شي.
د ولسي جرگې غړي عبدالقيوم سجادي نيويارک ټايمز ته ويلي، چې حکومت وروسته له هغې حکمتيار سره د سولې د خبرو اعلان وکړ، چې طالبان يې د سولې مېز ته حاضر نه شو کړای، په داسې حال کې، چې د حکمتيار مخالفت او پخلاينه د افغانستان په اوسني کوم ځانگړی اغېز نه شي لرلای.