امنيتي ځواکونو د ميدان وردگ د دايميرداد ولسوالۍ په يوه روغتون کې څلور کسان وژلي دي. دغه روغتون د سويډن کمېټې په مالي مرسته چلېږي.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته ويلي، امنيتي ځواکونو تېره شپه د دايميرداد په تنگي سيمه کې پر دغه روغتون عملیات کړي، دوه ټپيان او دوه پايوازان يې نيولي او له روغتونه د باندې يې وژلي دي.
سرچينه زياتوي، معلومه نه ده، چې ياد څلور تنه په کوم تور وژل شوي، امنيتي ځواکونو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ميدان وردگ د والي وياند توريالي همت د پېښې پخلی کړی، هغه وايي: «امنيتي ځواکونو تېره شپه تنگي سيمه کې پر يوه ځايي کلينيک هوايي او زميني بريدونه کړي، چې له امله يې درې طالبان وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.
کابل کې د سويډن کمېټې مطبوعاتي دفتر ويلي، د پېښې په اړه څېړنې کوي او تر اوسه یې په اړه څه نه شي ويلای.
سرچينې زياته کړې ده: «دايميرداد کې د دوی اړوند روغتيايي کار کوونکي خوندي دي او کلينيک ته هم کوم زيان نه دی پېښ شوی».
وسله والو طالبانو هم د پېښې پخلی کړی، خو د هغوی وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د امريکايي او افغان ځواکونو په عملياتو کې روغتون کې وژل شوي څلور تنه ملکي وګړي دی او له دوی سره يې هيڅ اړيکه نه درلوده.