د اشرف غني دويم مرستيال سويل ختيځو ولايتونو ته د برېښنا د غځېدو مخنيوی کوي
د خوست چارواکي وايي، چې د ولسمشر اشرف غني دويم مرستيال سرور دانش هڅه کوي، چې سويل ختيځو ولايتونو د بريښنا د رسېدو مخنيوی وکړي.
د خوست ولايت سرچينې وايي، چې د ولسمشر دويم مرستيال په دې لټه کې دی، چې سويلي ختيځو ولايتونو ته د برېښنا د لېږد پروژه لغوه کړي او پر ځای يې باميانو او دايکندي ته دغه برېښنا ولېږدوي.
د خوست يو چارواکي د نه نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې سرور دانش د اسيايي بانک، د نړيوال بانک او د ابو او برېښنا وزارت چارواکي ورغوښتي او په څرگندو ټکو يې ورته ويلي، چې سويل ختيځو ولايتونو ته د برېښنا پروژه بايد لغوه شي او پر ځای دې دغه برېښنا د شيبر له لارې باميانو ته انتقال شي.
د سرچينې په وينا د ولسمشر د دويم مرستيال د يادې غوښتنې له امله د سويل ختيځو ولايتونو چارواکي اندېښمن دي او په دې اړه يې د پارلمان له وکيلانو او مرکزي حکومت څخه مرسته غوښتې ده.
د خوست ولايتي شورا وکيلانو گواښ کړی، که سرور دانش له خپلې غوښتنې تېر نه شي، نو د لوگر، پکتيا، خوست او پکتيکا د ولسونو له جدي گواښ سره به مخ شي او هېڅوک نه شي کولای، چې د دې پروژې مخه ونيسي.
د خوست ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي وويل، چې دا د مور او ميرې چلند د سويل ختيځو ولايتونو د ولسونو لپاره د زغم وړ نه دی او پر مرکزي حکومت يې غږ کړی، که د ولسمشر د دويم مرستيال د مداخلو مخه يې ونه نيوله، نو د ولسونو له غبرگون سره به مخ شي.
د سرور دانش مطبوعاتي دفتر مشر محمد هدايت د خوست چارواکو په غبرگون کې ويلي، چې د ولسمشر دويم مرستيال د سويل ختيځو ولايتونو ته د برېښنا په پروژې نيوکې نه لري او يوازې دا وايي، چې د برېښنا تارونه بايد د باميانو له لارې لوگر، خوست، پکتيا او پکتيکا ته وغځول شي.