افغانستان
روزگان: د ملي اردو يوه قرارگاه طالبانو نيولې
وسله والو طالبانو د روزگان مرکز ترينکوټ کې د ملي اردو يوه ستره قرارگاه نيولې ده.
دغه قرارگاه له نږدې يوې نيمې مياشتې را په دې خوا د طالبانو تر محاصرې لاندې وه او تېره شپه يې له سختې جگړې وروسته ونيوله.
د روزگان امنيتي سرچينو کابل نيوز سره خبرو کې د دې پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې نيول شوې قرارگاه سجاول نومېږي چې په درفشان سيمه کې ده.
دوی وايي، چې د جگړې په ترڅ کې طالبانو د ملي اردو اوولس تنه سرتېري ژوندي هم نيولي دي، چې ځينې يې ټپيان دي. خو جگړه کې د مرگ ژوبلې په اړه نور څه نه دي ويل شوي.
د روزگان د والي وياند سجاول سيمه کې قرارگاه ته څېرمه د جگړې پخلی کړی خو د قرارگاه د سقوط او د سرتېرو د نيول کېدو خبره ردوي.
وسله والو طالبانو رسنيو ته په استولي يوه برېښنا ليک کې د قرارگاه د نيولو پخلی کړی او څرګنده کړې يې ده، چې يوولس تنه عسکر يې جگړه کې وژلي او د قوماندان شميم په ګډون له لسو ډېر نور ورته تسليم شوي دي.
هغوی همدا راز ويلي، چې لسگونه ميله سپکه او درنه وسله يې نيولې ده، چې شپېته ميله امريکايي ټوپکان په کې شامل دي.
د يادولو وړ ده، چې د روزگان مرکز ته نږدې له ډېرې مودې راهيسې د طالبانو سخت بريدونه روان دي او چارواکي د دې ولايت د سقوط وېره هم څرگندوي، خو امنيتي چارواکي وايي، چې د طالبانو بريدونه يې ځواب کړي او نور د دې ولايت د سقوط توان نه لري.