له تېرې میاشتې راهیسې د ټوټاپ د پروژې په اړه د هېواد په گڼو برخو کې ستر لاریونونه تر سره شول. ځینو غوښتل چې د ټوټاپ پروژه دې د بامیانو له لارې تېر شي او ځینو نورو بیا غوښتل چې د سالنگ له لارې تېر شي.
له تاتریخوالي او سولهيزو هڅو وروسته ولسمشر د دې پروژې د بشپړې کېدو لپاره کمیسیون وټاکه تر څو د پروژې په اړه فیصله وکړي او له ټولو څخه یې غوښتنه وکړه چي د کمیسیون فیصله منتظر شي.
په پای کې له اقتصادي او تخنیکي بررسۍ وروسته نن کمیسیون په دې فیصله وکړه چې د ټوټاپ پروژه دې د سالنگ له لارې تېره شي.
ټوټاپ د هېواد له شمال څخه برېښنا جنوبي ولایتونو ته نقلوي.