خبرونه
مهترلام کې چاودنې گڼ کسان ټپیان کړي

رسنیو راپور ورکړی چې د لغمان مرکز مهترلام کې چاودنې اته کسان ټپیان کړي دي. چاودنه د لغمان د ولایتي شورا د غړي عبدالعزیز په موتړ شوې ده. د لغمان د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې چاودنه د مقناطسي بم له لارې شوې.
ټپیانو کې د یو تن حالت د اندېښنې وړ دی. تر دې دمه د پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. لغمان په ختیځ کې له ارامو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.