د القاعدې مشر ايمن الظواهري په انټرنټ کې د خپاره شوي غږيز پيغام له لارې د طالبانو له نوي مشر، مولوي هبة الله اخندزاده سره بيعت کړی دی.
دغه خبر رويټرز خبري آژانس او نورو رسنيو خپور کړی دی. سرچينې زياتوي چې ايمن الظواهري د طالبانو د تېر مشر له وژل کېدو شاوخوا يوه مياشت وروسته له مولوي هبة الله اخندزاده سره خپل بيعت اعلان کړ.
د طالبانو د لومړي مشر، ملا محمد عمر له مړينې وروسته ايمن الظواهري له ملا اختر منصور سره ډېر ژر خپل بيعت اعلان کړ. ويل کېږي چې د دغې بيړې لامل دا و چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مشرۍ پر مهال له القاعدې سره نږدې اړيکې لرلې.