خبرونه
په اوبو کې د ډوب شوو افغانانو جسدونه کابل ته ورسېدل

د یوې کورنۍ اووه تنه غړي چې د مدیترانې په اوبو کې ډوب شوي وو جسدونه یې کابل ته راورسېدل. یوه ښځه له خپلې ۱۳ کلنې لور او د کورنۍ له پنځه تنه نورو نارینه وو سره د اروپا په تکل خوځېدلي وو چې په اوبو کې ډوب شول او خپل ژوندونه یې له لاسه ورکړل. تر دې دمه د دې کورنۍ د پاتو غړو په اړه نور معلومات نشته دي.
موده وړاندې افغان چارواکو اعلان کړی وو چې تېر ۲۵۰ زره افغانانو په پرمختللو هېوادنو کې د دایمي اوسېدو غوښتنې کړي دي. د اروپایي چارواکو په وینا تېر یو ملیون انسانانو ډېر په غیرې قانوني ډول خپل ځانونه اروپا ته رسولي دي.
چې له دې شمېرې څخه ۴ زره تنه د ترکیې او یونان تر منځ اوبو کې ډوب شوي چې له دوی څخه ۲۰٪ یې افغانان دي.
تېر کال افغانستان له سوریې وروسته اروپا ته ډېر مهاجرین درلودل.