اسلامسلايډ

موسيقي د اسلام او طب له نظره!!/ افضل محمد وقار گربز

نن خو موسیقي داسې څه دي چې خلک ورته ګناه هم نه وایي، خو تاسو وګورئ چې څومره ناوړه او بد کار دی…

د اسلام دښمنانو د مسلمانانو خصوصاَ د ځوانانو د بي لارې كولو لپاره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې او دا گمراه كوونكې وسيله يې د تلويزيون، راديو، كمپيوټر، انترنېټ، سينما او داسې نورو عصري وسايلو په واسطه د مسلمانانو په اكثرو ټولنو كې عامه كړې، تر دې چې په اوسني عصر كې خو زياتره خلك ساز او سرود ته د گناه په سترگه هم نه گوري. حال دا چې الله تعالى موسيقي په قراّنكريم كې د لهو الحديث (بيهوده خبرو) په نامه يادوي او هغه كسان چې په دې ناوړه عمل اخته دى هغوى د شيطان پيروان ګڼي او هغوى په سخت او دردوونكي عذاب وېروي.

همدارنگه رسول الله ﷺ فرمايي چې موسيقي په زړونو كې نفاق داسې زرغونوى لكه اوبه چې كښت او زراعت ته وده وركوي.

همدا رنگه رسول الله ﷺ فرمايي: كله چې زما په امت كې موسيقي او سندرې زياتې شي، نو د خداى (جل جلاله) عذا ب را نازلېدل به پرې شروع شي.

د موسيقي دنيوي اضرار:

(1). موسيقي د اخلاقي فساد مهم عامل دى.

(2). د پرښتو يا ملايكو د را نازلېدو څخه مخنيوى كوي.

(3). په زړه كې نفاق زرغونوي.

(4) د زنا طرف ته د تشويق وسيله ده.

(5). د خپل ناموس په هكله د بې تفاوتۍ سبب گرځي.

(6). د خداى (جل جلاله) له رحمت څخه د لرې والي باعث گرځي.

(7). له كور څخه د خير او بركت د تلو او مسكينۍ باعث گرځي.

(8). د زړه د سختۍ باعث ګرځي.

ځينې خلك په دې عقيده دي چې موسيقي د روح غذا ده خو كه حقيقت ته وگورو نو د دوى دا دعوه بى ځايه ده، ځكه كه چيرې موسيقي د روح غذا واى، نو ولې په غرب او اروپا كې د موسيقي له زيات خپريدو سره سره اخلاقي فساد او عصبي ناروغى ورځ په ورځ زياتېږي؟

همدارنگه اوس په نړۍ كې موسيقي د مخدره موادو په حيث پيژندل شوې، ځكه هغه كسان چې له موسيقي سره عادت شوى د هغوى ټول فكر د موسيقي په هكله وى او د دوى په اعصابو باندې يو ډول سستي حاكمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق بازۍ او ښكلا پرستۍ نه نور څه نه پيژني او د دوى عقل د موسيقي په واسطه داسې محاصره شوى وي، چې بيا دوى له عفت او حيا، عدالت او انصاف، ورورولۍ او غيرت څخه خلاصيږي.

د موسيقي اضرار د طب له نظره:

(1). د انسان په بدن كې د سيمپاتيك او پاراسيمپاتيك په نامه دوه ډوله اتومات (خودكاره اعصاب) موجود دى، چې دواړه د برابرۍ په حالت كې دي او د دوى برابري د بدن د نظم باعث ګرځي. هر كله چې د خا رجي عواملو په نتيجه كې د دې عصبي سيستم نظم له مينځه ولاړ شي، نو انسان له زياتو جسمي او عصبي ضررونو سره مخامخ كوي.
يو له دغو عواملو څخه چې د دغه عصبي سيستم نظم له مينځه وړي، موسيقي ده.

(2). ډاكټرانو دا ثابته كړې چې موسيقي د اعصابو د ضعيفوالي باعث گرځي او د ډاكټرانو څو اتحاديو له حكومت څخه غوښتي، چې په عامه ځايونو كښې له موسيقي او كنسرت څخه مخنيوى وكړي، تر څو په نړۍ كې د عصبي ناروغيو مخه ونيول شي.

(3). موسيقي د زړه د حملې او زړه درېدو باعث ګرځي.

طب وايي چې د زړه د درېدو يو مهم عامل هيجانات (زياته خوشحالى يا زيات خفگان) دي او دا چه د موسيقي د اوريدو په اثر په انسان كې يو ډول هيجاني حالت را مينځ ته كيږي، نو ځكه د زړه د حملې باعث گرځي او ډير ځله ليدل شوي چې سندرغاړي د زړه د حملې له امله مړه شوي.

(4) موسيقي د وينې د فشار د لوړېدو او ټيټېدو باعث گرځي.

په دې هكله يو اروپايي پروفيسور خپله تجربې كړي او نتيجه يې دا ده:

نوموړي ډاكټر د يو مريض د فشار د كتلو پر وخت هغه ته آرامه موسيقي واوروله، نو په تعجب سره يي وليدل چې د مريض د وينې فشار د نارمل حالت نه ډېر ښكته شو.

او كله يي چې سخته يا غليظه موسيقي ورته واوروله ويي ليدل، چې د مريض فشار د عادي حالت نه ډېر اوچت شو.

همدا رنگه يو بل آلماني ډاكټر دا ثابته كړې، چې موسيقي د سر دردۍ، روحي او فكري خستگۍ باعث هم ګرځي.

(5). لېونتوب او جنون

(6). د عمر لنډوالى

(7). د ځانوژنې عامل ده

(8). د ليدو او اورېدو د حس ضعيفوالى

(9). د ظلم او جنايت سبب ده

(10). د استعمارگرانو له خوا د خلكو د غلامولو يوه وسيله ده

(11). د خداى جل جلاله له ذكر او ياد څخه د مخنيوي وسيله ده، ځكه په هغه زړه كې چې د شيطان فاسد آواز ځاى ونيسي، هلته بيا د خداى جل جلاله ذكر قرا ر نه نيسي او آرام نه مومي.

د نړۍ په ځينو ښارونو كې خلكو د مظاهرو او غونډو په ترڅ كې له حكومتونو څخه وغوښتل چې د موسيقي او كانسرتونو مخه ونيسي او په ماليزيا كې د يو ښار مسوول موسيقي منع اعلان كړې او وايي چې موسيقي او سندرې په خلكو كې د فساد او فحشاء باعث گرځي. او د ايټاليا يو مشهور سندرغاړى چې اوس يي دا ناوړه عمل پريښى وايي، چې موسيقي يوه شيطاني لوبه ده.

نو اى مسلمانه وروره! اوس چې په دې حقيقت باندې پوه شوې چې موسيقي او سندرې زيات تاوانونه لري او ستا د خوږ ژوند د بربادۍ باعث گرځي، نو آيا اوس هم غواړې چې ځان په خپل لاس د هلاكت كندې ته وغورځوې؟

آيا غو اړې چې ستا په زړه كې د خداى جل جلاله د ذكر په ځاى د شيطا ن آواز ځاى ونيسي؟

د هغو بې‌دينه خلكو په درواغجنو شعارو غلط نه شې، چې موسيقي د روح غذا گڼي حال دا چې د مومن د روح غذا د خداى جل جلاله ذكر دى.

كه ته په دې ناوړه عمل ككړ يې، نو په ځان رحم وكړه، كه ته د شيطان په دې دام كې گير يې نو له دې دام څخه د خداى جل جلاله د رحمت پراخه غېږې ته پناه يوسه، همدا نن له دې ناوړه عمل نه ځان وژغوره او د هغو خاينو، فاجرو او نړيوالو فساد پلورونكو تجارانو خولې له خاورو ور ډكې كړه، چې غواړي ستا آرام ژوند په كړاوونو او بدبختيو بدل كړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button