د غور د والي وياند: ۳۶ ملکيان داعش نه د جمعيت اسلامي کسانو وژلي
د غور د والي وياند څرگنده کړې ده، چې دې ولايت کې تېره اوونۍ ۳۶ تنه ولسي وگړي د داعش له خوا نه، بلکې د جمعيت اسلامي د گوند اړوند يوې ډلې له لوري وژل شوي دي.
تېره اوونۍ د دغې پېښې له رامنځته کېدو سره سم د غور والي رسنيو ته وويل، چې داعش جگړه مارو چې غوښتل يې د خلکو د پسونو رمې له ځان سره يوسي، خو د امنيتي ځواکونو او خلکو له مقاومت سره مخ شول، وروسته يې له دېرشو ډېر ولسي وگړي او د پسونو رمې ځان سره يووړل او دغه وگړي يې ووژل.
خو د غور د والي وياند عبد الحي خطيبي اوس رسنيو ته ويلي، چې دغه کسان د جمعيت اسلامي اړوند د يوې ډلې له لوري وژل شوي، چې مشري يې د قاري رحمت الله په نوم يو تن کوي.
د والي وياند زياته کړې، چې دغې ډلې مخکې د غور په يو څلوېښتمه فرقه کې دنده ترسره کوله خو وروسته چې منحل شوه، غير قانوني وسله وال فعاليت يې پيل کړ، چې تېر کال يې څوارلس تنه لارويان هم ووژل. د هغه په وينا دې ډلې د يو امريکايي تبعه او د ملي اردو د سرتېرو په تښتولو او د يوې ښځې په سنگسار کې هم لاس لرلی دی.
د رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي که څه هم يوه لسيزه وړاندې د حکومت له لورې بې وسلې شوی و، خو داسې ښکاري چې د دغه گوند پخواني جنگيالي لا هم درنې او سپکې وسلې لري او په ځينو سيمو کې فعال دي.
ياده دې وي، چې دې گوند تر دې دمه د ښاغلي خطيبي د ادعا په رد يا تاييد کې څه نه دي ويلي.