افغانستانسلايډ

ارگ: ملا امام د مقتدیانو د نه ورتگ له امله دنده پريښې

راپورونه وايي، چې د ارگ ملا امام له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. د نوموړي د استعفا لامل د ارگ جومات ته د مقتديانو نه ورتگ ښودل شوی دی.

د ارگ ملا امام چې ملا حميم نومېږي، له څه باندې يو کال راهيسې يې دغه دنده پر غاړه درلوده، خو تېره ورځ يې له دې امله خپله دنده پريښې، چې جومات ته د لمانځه لپاره څوک نه ورتلل. نوموړي ويلي دي، جومات کې يې لمونځ يوازې ادا کاوه.

که څه هم د ارگ د ملا امام د استعفا خبره تر دې دمه په رسمي توگه نه ده تاييد شوې، خو پر ټولنيزو شبکو د فعالانو له لوري د ملا حميم د استعفا خبر خپور شوی دی.

د کابل پوهنتون استاذ او مدني فعال ډاکټر فيض محمد ځلاند پر خپله فېسبوک پاڼه د دې خبر پخلی کړی دی. نوموړي د ملا صاحب شمېره هم ليکلې ده. هغه د ارگ د ملا امام له خولې ليکلي، چې «د ارگ جومات هديره کې د جوړ شوي جومات مثال لري».

يوه بل فعال مولوي عبد الاحد عتيد هم د ملا حميم د استفعا پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې زه د دې خبرې شاهد يم. د کابل نورو اوسېدونکو هم په دې اړه ورته څرگندونې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button