طالبان وايي چې دوی د کندز په گڼو برخو کې پرمختگونه کړي دي. طالبانو د وري په لومړیو کې د پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ چې له مخې به یې د هېواد په گڼو برخو کې نظامي عملیات پیلوي.
رسنۍ خبر ورکوي چې د کندز او کابل لویه لار هم د مسافرو پر مخ تړل شوې او په کندز کې دننه په څو ولسوالیو کې سختې نښتې روانې دي.
د طالبانو رسمي وېبپاڼه الاماره خبر ورکوي چې دوی د امام صیب ولسوالۍ درې پوستې له دولتي ځواکونو نیولې دي. وېبپاڼه کې همدارنگه راغلي چې د کندز او تخار لويه لار هم د دوی تر ولکې لاندې ده.
بل لور ته د کندز د پولیسو قومندان جنرال قسیم جنگل باغ رسنیو ته ویلي، دوی کوښښ کوي چې د کندز – کابل لويه لار د مسافرو پر مخ خلاصه کړي. جنگل باغ وايي چې دوی تر دې دمه د طالبانو په وړاندې کلک مقاومت کړی دی.