افغانستانسلايډ

«امريکا موږ ته راپرېږدئ»

افغانستان کې د ملي وحدت حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پروسه په ظاهره ناکامه برېښي، د طالبانو له لوري په څلور اړخيزو مذاکراتو کې د نه ګډون اعلان دغه بهير نور هم له ستونزو سره مخ کړ. ځينې هېوادونه اوس هم د پاکستان په نيت شک کوي او وايي، چې پاکستان د سولې بهير کې رښتينې هڅې نه کوي. د سولې د ناکامۍ په صورت کې به پاکستان ته څه زيانونه واړوي، په دې اړه د بي بي سي اردو خبريال هارون رشيد يو تفصيلي راپور تيار کړی دی.

۲۰۰۱م کال راهيسې، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور شوی پاکستان پوهېږي، چې افغانستان کې يې اِغېز کم شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې هم بې باوره دي. بل پلو د طالبانو او پاکستان اړيکې هم ډېرې پيچلې دي او نښه يې دا ده، چې د يو سوال ځواب که نا ممکن نه وي، نو ډېر سخت دی، چې ترلاسه شي. د شنونکو په اند د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ هم واټن ورځ تر بلې زياتيږي.

افغان طالبان، چې اوس په قطر کې سياسي دفتر لري، د نړۍ هر حکومت کولای شي، دوی سره اړيکه ونيسي، د پخوا وختونو په خلاف، چې طالبان د پاکستان خلک بلل کېدل، اوس نړيوال هڅه کوي، چې طالبانو سره مستقيمې اړيکې ولري. د ساري په توګه روسيه او امريکا غواړي، چې طالبانو سره اړيکې ولري، چين خو له پخوا طالبانو سره په اړيکه کې دی. اسلام اباد کې مېشتي ځينې ډيپلوماتان وايي، چې پاکستان پر طالبانو خپل اغېز بايللی دی.

څو ورځې وړاندې طالبانو په خپله ويب پاڼه کې د مذاکراتو په اړه په خپل دريځ کې روښانه کړې وه، چې د سولې لپاره د دوی ادرس يوازې او يوازې د قطر دفتر دی او ويلي يې و، چې د څلور اړخيزو مذاکراتو په اړه نړيوالې رسنۍ هم له پروپاګنده کار اخلي، چې، «د طالبانو استازي به د امير المؤمنين په اجازه په دغه ناسته کې ګډون کوي» طالبان وايي، چې دا څرګندونې بې ځايه دي او د سولې په اړه د دوی له سياسي دفتر سره اړيکه نه ده نيول شوې، نه د امارت مشرانو دې غونډو کې د ګډون لپاره خپل استازي ټاکلي او نه يې هم په دې ناستو کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

طالبانو د پاکستان نوم له اخيستو پرته ويلي، چې «زموږ ګاونډيو هېوادونو لپاره دا غوره ده، چې د امريکا له ملاتړه لاس واخلي او امريکا دې موږ ته راپرېږدي.»

راپور کې راغلي، چې پاکستان د تېرو څو کلونو راهيسې، د افغان طالبانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړی، د ملا برادر اخوند په څېر لسګونو لوړپوړي مشران يې نيولي، شمالي وزيرستان کې يې د ضرب عضب عملياتو پر مهال د حقاني ډلې مرکزونه ونړول، پخوا به که چا طالبانو ته د ای ايس ای خلک ويل، نو کېدای شي، ځان به يې غلی کړی وای، مګر اوس د دې خبرو د زغملو توان نه لري. د دې ټولو څرګندونو سربېره پاکستان هېڅکله په طالبانو بشپړ واک نه درلود او د دې خبرو لپاره تر ټولو ښه دليل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له لوري د بيا بيا غوښتنو او فشارونو سربېره طالبانو د ډيورينډ کرښه د سرحد په توګه ونه منله.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز څه موده وړاندې امريکا ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې هېواد يې پر طالبانو اغېز لري؛ ځکه چې د طالبانو مشران او کورنۍ يې په پاکستان کې اوسېږي. اسلام اباد مېشتي بهرني ډيپلوماتان وايي، چې د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې څه اټکلي نه دي، بلکې د دې تر شا يو پلان شته؛ ځکه چې له دې وړاندې پاکستان له دې انکار کاو، چې ګواکې طالبان په پاکستان کې اوسيږي.

ځينې څارونکي وايي، چې پاکستان دا څرګندونې د دې لپاره کړي، چې نړۍ ته وښيي، چې دوی اوس هم پر طالبانو يو څه کنټرول لري او له دې لارې يې هڅه کړې، چې د افغان کړکېچ په اړه خپل اهميت له لاسه ورنه کړي. د دې خبرې موخه يې دا وه، چې طالبان لا هم په مکمله توګه د پاکستان له لاسه نه دي وتلي.

پاکستان چارواکي په خپل رسمي دريځ کې وايي، چې دوی د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې مذاکراتو ته ژمن دي.

د افغان سولې په اړه نظر لرونکي ډيپلوماتان ټينګار کوي، چې پاکستان کولای شي، چې له خپل دغه «لږ اغېز» څخه کار واخلي او که دغه وخت يې له لاسه ورکړ، نو راتلونکو وختونو کې اوسني حالت کې هم قوي بدلون راتلی شي.

طالبان، چې اوس مهال د خبرو مېز ته نه کيني، لامل يې دا دی، چې د جګړې په ډګر کې غښتلي دي. د څارونکو په اند د جګړه ييزو تيارو له امله طالبان فکر کوي، چې دوی به اوسني پسرلي او راتلونکي اوړي کې خپل ځانونه نور هم قوي کړي او نورې سيمې به لاندې کړي. ډيپلوماتان په دې اند دي، چې طالبان به روان پسرلي او راتلونکي اوړي کې خپل نظامي زور وښيي او کېدای شي له هغې وروسته د خبرو اترو په اړه فکر وکړي. له همدې امله د مذاکراتو بهير لپاره بايد له راتلونکي جولای او اګست وروسته خبره وشي.

اوس مهال د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ يوې وړې ډلې افغان حکومت سره د سولې مذاکرات پيل کړي او د افغانستان سولې شورا غړي وايي، چې دغې ډلې سره په اويا سلنه خبرو سلا شوي دي. دغه خبرې که بريا ته ورسيږي هم داسې خاص ګټه نه لري، مګر د افغان حکومت لپاره دومره ده، چې خپل ولس ته وښيي، چې دوی د سولې په اړه يو څه وکړل.

که طالبان مخ پر وړاندې ځي، نو کابل مېشتي کارپوهان او چارواکي وايي، چې دغه حالت کې بيا له پاکستان سره ښې اړيکې نه شي ساتل کېدای. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم د افغانستان او پاکستان اړيکې ډېرې خړې شوې، چې بيا د ډېرو هڅو سربېره هم سمې نه شوې او پاکستان هم بايد غور وکړي، چې له دې حالته د وتلو ښه لاره کومه ده.

Related Articles

Back to top button