خبرونه
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یو کمېشنر له بریده روغ وتلی
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون یو کمېشنر، عزیز اریافر نن ماښام د څلورم مکروریانو په سیمه کې له برید څخه روغ وتلی دی. بریدکوونکو غوښتل چې اریافر خپل کورته له رسېدلو دمخه له منځه یوسي خو هڅه بریالۍ نه شوه.
د سیمې پولیس په دې اړه وايي چې له بریدکوونکو څخه چاودېدونکي مواد پاتې او دوی په خپله له سیمې څخه تښتېدلي دي.
ویل کېږي، چې اریافر په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اجراییه رييس د کمپ اړوند سړی و.