خبرونهسلايډ

شربت ګله د درملنې له پاره هند ته استول کېږي

شربت گله به د افغان حکومت له لوري هند ته د درمنلې له پاره واستول شي. شربت گله په اسلام اباد کې د مېشت افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال په هڅو له بند څخه خلاصه شوه.

له دوو اوونیو بند تېرولو او شاوخوا دوه سوه زره پاکستاني کلدارو له جرمانه کېدو وروسته شربت گله تېره شپه د پاکستاني چارواکو له لوري افغان حکومت ته وسپارل شوه.

دغه راز هندي رسنیو خبر ورکړی چې افغان حکومت له هندي چارواکو سره د شربت گلې د درملنې په اړه خبرې کړي او د تداوۍ غوښتنه یې ترې کړې.

شربت گله په ۱۹۸۰ کلونو کې پاکستان ته کډواله شوې او په ۱۹۸۵ کال کې یې د نیشنل جیوگرافیک په پښتۍ کې انځور راغی چې نړیوال شهرت یې تر لاسه کړ.

شربت گله په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د جعلي تابعیت جوړولو په تور د پولیس له لورې ونیول شوه او له دوه اونیو بند تېرولو وروسته د افغان سفارت په هڅو له بند څخه خلاصه شوه.

شربت ګله به نن شپه د ولسمشر میلمنه وي او افغان حکومت په کابل کې ورته د اوسېدو اسنتیاوې برابرې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button