بادغيس کې هغه درويشت تنه سيمهييز پوليس نيول شوي دي، چې غوښتل يې وسله والو طالبانو ته تسليم شي. د بادغيس چارواکي وايي، له دې پوليسو يې وسلې اخيستې دي او ټاکل شوې ده، د نورو پلټنو لپاره د ولايت مرکز ته ولېږدول شي.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ امنيتي امر عزيز اماني رسنيو سره خبرو کې ويلي: «دغه پوليس بالامرغاب ولسوالۍ کې وو او غوښتل يې تېر ماښام له وسلو سره د طالبانو لور ته ورشي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري په وخت ونيول شول». نوموړي زیاته کړې ده: «پېښه کې شک او شبهه ده او په لومړي قدم کې دوی خالي سلا شوي دي».
نيول شوي درويشت تنه د بالامرغاب د سيمهييزو پوليسو د قرارگاه غړي دي.
د بادغيس د والي وياند خالد صافي بيا ويلي، دا درويشت کسان د کورنيو چارو وزارت د نويو ټاکنو له مخې له بالامرغابه نورو سيمو ته لېږل شوي. خو يوې بلې امنيتي سرچينې هم د نوم نه ښودو په شرط د امنيتي امر عزيز اماني خبره تاييد کړه.
طالبانو لا د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
پخوا هم د بادغيس په شمول د هيواد گڼو ولايتونو کې لسگونه سيمهييز او ملي پوليس وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي، چې وروسته ډېری وختونه د دواړو لوريو تر منځ د هوکړو له مخې ژوندي خوشې شوي دي. طالبانو ته د دغو پوليسو د تسليمېدو يو ستر لامل دا دی، چې د جگړې پر مهال دولت پوليسو ته کافي وسله او مهمات نه استوي، ځکه نو هغوی خپله وسله پر ځمکه ږدي.
تېر کال کله چې دغو پېښو زور واخيست، پر دولت نيوکه کېده، چې د امنيتي کسانو په تقررۍ کې بې غوري کوي.