ولسمشر: سږکال به د اوبو په ۲۱ بندونو کار پیلوو

ولسمشر اشرف غني اعلان کړه چې سږ کال به د اوبو په ۲۱ بندونو باندې به کار پیلوو. ولسمشر چې د کروندگرو کلنې غونډې ته وینا کولو وویل: «له پیړیو راهیسې د افغانستان اوبه د نورو په گټه بهیږي اوس د ملي یووالي د حکومت تر ټولو لومړيتوب دا دی چې د افغانستان اوبه کنټرول کړي».
هغه زیاته کړه چې زموږ د اوبو مدیریت زموږ د کروندگرو غوښتنه ده موږ نړیوالو متخصصینو ته کومه اړتیا نه لرو. د هغه په وینا په کلنۍ ډول د سیلابونو له امله افغانان یو میلیارد ډالر زیان ویني او په زرگونه جریبه ځمکه ویجاړوي.
هغه وویل چې د اوبو د مدیریت تر څنگ هر کال ډېره ځمکه د زورواکو له لوري غصب کېږي. ولسمشر زیاته کړه چې ما ټولو والیانو ته امر کړی چې د ځمکې د غصب مخه ونیسي.
د ولسمشر په وینا افغانان هر کال ۴ میلیارده خوراکي توکي له بهره په داسې حال کې راواردوي چې افغانستان په خپله یو کرهنیز هېواد دی.