خبرونهسلايډ

مطمئن: سیاسي اعدامونه جګړه زیاتوي

د شپږ تنو طالب زندانیانو د اعدام په تړاو د غبرګونونو په لړ کې، کابل مېشتي لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه، نظر محمد مطمئن له امریکا غږ سره په خبرو کې د ملي يووالي حکومت له خوا اعدامونه د ستونزو د زیاتېدو لامل وګڼل.

ښاغلي مطمئن وویل، اعدامونه په مجموع کې ستونزه نه شي حل کولای او د افغانستان د څلوېښت کلن کړکېچ پیل هم په اعدامونو وشو.

نظر محمد مطمئن وايي «که سوله غواړو نو دواړه اړخونه باید په اعدامونو ټینګار ونه کړي». ښاغلي مطمئن وویل، دغه ډول اعدامونه «غچ اخیستنو ته لار اواروي».

د ښاغلي مطمئن له نظره، نه حکومت په اعدامونو جګړه ګټلی شي او نه هم طالبان په اعدامونو جګړه ګټلی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button