خبرونهسلايډ

اردوغان: د بې‌اولاده مېندو ژوند بشپړ نه دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن د ښځو او ډيموکراسۍ تر نامه لاندې ودانۍ د پرانستلو غونډه کې وویل چې د بې‌اولاده مېندو ژوند بشپړ نه وي. اردوغان له ترکي مېندو څخه غوښتنه وکړه چې لږ نه لږ باید درې ماشومان ولري.

اردوغان همدارنگه زیاته کړه چې دی په ترکیې کې د ښځو له کار سره موافق دی او له ښځو څخه غواړي چې د ترکیې د نفوس په ډېرولو کې باید رغنده رول ولوبوي.

اردوغان همدارنگه وویل: «کومې مېندې چې نه غواړي مور شي د بشریت له اصولو څخه سرغړونه کوي».

اردوغان همداراز زیاته کړه چې ترکیه ستر هېواد دی او ستر اهداف لري او د دې اهدافو د لاسته راوړلو لپاره باید ستر نفوس ولري.

اردوغان څلور اولادونه لري چې دوه یې هلکان او دوه نور یې انجلۍ دي.

د اردوغان له دې څرگندونو سره د ترکیې هېواد سکیولران ډېر مخالف دي او په دې باور دي چې ډېر نفوس د هېواد ستونزې ډېروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button