دا سمه ده چې د روژې په ورځ د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو برخو کې زغم لږ وي، ځکه جګړې ډېرېږي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې په نصوارو يا سګرېټو عادت وي، هغوی ډېر بې زغمه وي او په نه خبره جګړه کوي. خو د کابل شپه بیا داسې نه ده.
د شپې کابل کې هرې خوا رڼاګاڼې وي، هوټلونه او لوی دوکانونه د مشتريانو پر وړاندې خلاص وي. خلک د چکر او ګرځېدو له پاره د باندې وځي.
د روژې په مياشت کې په ځانګړې توګه کابل کې، امنيت ښه وي. دواړه خواوې نه غواړي دغه مبارکه مياشت کې وينې تويې شي او بې ګناه خلک روژه په خوله مړه شي. دا د روژې بله ستره خوشالي ده.
د شهرنو شيريخ
د کابل د ښارونو ډېری دوکانونه خلاص وي، خو شهرنو بيا بېل خوند لري. هره خوا رڼاګانې وي، دوکانونه خلاص وي، د آيسکريم او شيريخ دوکانونو کې د ناستې ځای نه وي. خلک شيريخ اخلي او په سړکونو د قدم وهلو پر مهال يې خوري. د ورځې په نسبت، په دغه ځای کې د شپې ډېر خلک ليدل کېږي. ګومان کېږي چې ټول کابل دلته راغلی او د شپې له چکره خوند اخلي.
د روژې په شپو کې د شهرنو شيريخ خرڅوونکي ډېر خوشاله برېښي، ځکه د معمول خلاف ډېر بيروبار وي او له هر ځایه خلک ورځي. دوی له ماښامه نيولې د شپې تر دولسو او يوې شيريخ تياروي. د همدغه بيروبار له کبله د شيريخ نرخونه هم اوچتوي.
د شپې کار
د کابل هوا هم اوس د پخوا په څېر يخه نه ده پاتې. کله نا کله خو د ورځې ډېره ګرمي وي، آن ګرځېدل په کې ستونزمن وي، کار کول خو لرې خبره ده. له همدې امله، کارګران د شپې کابل کې کار کوي او ودانيو کې تر سبا بوخت وي، تر څو د روژې په مياشت کې خپلو بچيو ته د خوړو څه ترلاسه کړي.
د شپې ورزش
د کابل د شپې بله مهمه ځانګړنه ورزش بلل کېږي. د ورځې د روژې او ګرمۍ له کبله څوک له کور او کاره ها خوا څه نه شي کولای. نو ځوانان د شپې فوټبال يا کرکټ کوي. يا هغه ځوانان چې د باډۍ جوړولو کلب ته ځي، په روژې خپل کار د شپې کوي. هغه کسان چې اقتصادي حالت يې ښه وي، سونا کلبونو او د لامبا نورو ځايونو ته ځي چې عموما يې فيسونه اوچت وي.
د کورونو مجلسونه
د اوړي شپې که څه هم اوږدې دي، خو هغه کسان چې د روژې په مياشت کې دفتري کار نه لري، د شپې له دوستانو سره راټولېږي او تر پېشلمي له کيسو او خبرو خوند اخلي.