سلايډسيمه او نړۍ

داعش او امريکا ترکيې ته لاس يو کړی

د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په یوه نوي بیان کې خپلو جنګیالو ته پر ترکیه او سعودي عربستان د بريدونو امر کړی. له دغه بیانه یوه ورځ وړاندې امريکا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ، چې د ترکيې له ښارونه نه ووځي. دغه خبرداري او هغه ګواښ په ټولنيزو شبکو کې لویه غاوغا جوړه کړې.
سوریايي ژورنالېست فیصل قاسم په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي، چې «په ترکیه باندې د بغدادي د برید له بیان څخه یوه ورځ مخکې امريکې خپل اتباعو ته د ترکيې پرېښودلو امر وکړ. دا د امريکې د خبردارۍ او د البغدادي د ګواښ ترمنځ عجیبه همغږي ده».
د سعودي ستر داعي عبد الله المحیصني د بغدادي دغه بیان «ناپوهي او ځانغوښتنه» بللې. نوموړي زیاته کړه، چې «البغداي له اهل سنتو سره ډېر خیانت وکړ؛ په کفر يې تورن کړل او عراقی ولس، چې دا يې د کومک او مرستې دعوه هم کوي سپک او بدنامه کړ».
محیصني زیاته کړه، چې «نوموړی د سوريې خلکو د ملاتړ ادعا کوي، خو دی پر هغې ترکيې د بريدونو امر کوي، چې د سوريې د اوسني جهاد او د ازادۍ مبارزې شا رګ دی».
په سعودي عربستان کې د چاودنو او بريدونه په اړه نوموړي وویل، «بغدادي کفري ملتونه ښکنځي، بد رد ورته وايي، خو د ایران پر ځای بیا د حرمینو ښار کې په بریدونو امر کوي!».
لیکوال او سياسي شنونکي ابرهیم حمامي په دې اړه پوښتنې کوي، چې «چا ترکیې ته ګواښ ونه کړ؟ داعش، العبادي، حشد شعبي، بي کاکا، بشار الاسد، سيسي او که امريکا چې خپلو اتباعو ته د وتلو امر وکړ…؟ دا هغه څه دي چې دوی ټول يې سره نښلولي»
موريتانی مفکر او د سیاسي اخلاقو او ادیانو پوه، محمد متار الشنقیطي په دې اړه وایي، «ایران ته دې د داعش خلیفه البغدادي غوندې دښمن مبارک وي، چې د موصل جګړې په اوج کې په سعودي عربستان او ترکيې بريدونه کوي!».
شنقیطي زیاتوي، چې «د داعش د خليفه په وینا کې د ایران او اسرائیلو نه شتون او په ترکيه، سعودي عربستان او اخوان المسلمین باندې بريد ته د خپلو ملګرو رالمسول، د ناپوهۍ او جاسوسۍ ښکاره ثبوت دی».
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د داعش مشر ابو بکر البغداي له خپلو جنګيالو غوښتي چې د عراق په شمال کې د بريدګرو ځواکونو سره کلکه مقابله وکړي او د موصل جګړه کې مقاومت ته دوام ورکړي. همداراز يې له خپلو جنګیالیو غوښتنه کړې چې په سعودي او ترکيې کې دولتي، پوځي چارواکي، د واکمنې کورنۍ غړي او د رسنیو مشران په نښه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button