د اردوگان د ناکامولو له پاره د امریکا هڅې
کورتولوش تاييز
د امريکا بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې استانبول کې د خپل سفارت کار کوونکو ته د ترکيې د پرېښودو امر وکړ، چې ترکان د ترکي جمهوريت د رامنځته کېدو په مناسبت په خوښۍ بوخت و. دغه ډول خبرونه داسې شوي، چې خلکو ته د ترهگريزو بريدونو د پېښېدو وېره وراچوي.
اصل خبره دا ده چې غربي سفارتونه دغه لوبې له ډېره وخته کوي او وخت نا وخت د دوی د سفارتونو او کونسلگريو پر ځانگړو وېبپاڼو د دوی د وطنوالو له پاره «ترهگرۍ نه د ځان د خونديتوب» په اړه ټينگار کېږي، دا د دې له پاره چې ترکيه کې اوضاع خرابه وښيي.
د مېرمن کلنټن له راسپړل شويو برېښنا ليکونو څرگندېږي چې دغه چارې عبث نه دي، بلکې د ترکيې د وېرولو لپاره د يوه منظم پلان کړۍ دي. داسې چې هېلري کلنټن د ۲۰۱۴ز په اگست مياشت کې د خپل ټاکنيز کمپاين چلوونکې ډلې ته وويل: «ترکيه بايد دا درک کړي، چې که دا هېواد يو ځل بيا د اسلام پر لور مخکې ولاړ، موږ به يې په اړه د خپلو ملي گټو د خوندي کولو په خاطر نوي گامونه پورته کړو».
ترکيې سره د امريکا ستونزه
امريکايي ملي گټو سره د ترکيې د سمولو لپاره هغه لارې چارې گورو، چې دوی يې ترکيې ته د خپل پيغام رسولو لپاره کاروي، د روان کال فېبرورۍ مياشت کې مېرمن کلنټن بهرنيو چارو کې خپل سلاکار سره په دې اړه بحث کړی، چې د ترکيې پر ضد بايد کوم گامونه واخيستل شي، په دې بحث کې ترکيه کې د امريکا څلورو پخوانيو سفيرانو او د امريکې دفاع وزير اسټون کارټر هم گډون کړی دی.
په دې اړه لېږل شوي برېښناليکونه ښيي، چې ترکيې سره د امريکا ستونزه په دې پورې تړلې ده، چې اردوگان امريکا ته په کوم نظر گوري. او اصل ستونزه لکه دوی چې وايي دا ده، چې اردوگان په دې باور دی، چې امريکا ترکيې ته له دې ډېره اړ ده، څومره چې ترکيه امريکا ته اړ ده.
په دې اړه غونډه کې بيا د اردوگان د دغه باور د ماتولو لپاره د ترکيې پر ضد د لا سختو گامونو پورته کولو غوښتنه شوې وه او غونډه کې دې موخې ته د رسېدو په پار په ممکنو لارو چارو غور شوی و. د غونډې ډېری گډونوال په دې نظر وو، چې که د ترکيې اقتصاد او امنيت او ثبات له گواښ او تهديد سره مخ شي، ترکيه به ځان امريکا ته ډېر اړ وبولي.
د اردوگان د ايسارولو لپاره امريکايي لارې چارې
له همدې کبله امريکا له ۲۰۱۴ را په دې خوا کوښښونه کوي، چې د اردوگان هغه ذهنيت بدل کړي، چې امريکا ترکيې ته له دې ډېره اړه ده، څومره چې ترکيه امريکا ته ده. دوی په دې اړه څه وکړل؟
د ترکيې امنيت يې په نښه کړ او د همدې لپاره يې د داعش، د کردانو د کارگرو گوند او گولن ډلې په څېر د تنظيمونو او ډلو ملاتړ وکړ، څو د اردوگان مخ د امريکا په لور راوگرځوي او هغه د امريکا ملي گټې د ترکي ملت پر مصلحتونو وړاندې کړي. (په ځانگړي ډول چې ترکيه کې ډېر داسې سياستوال شته، چې د دغه سياست مخکې وړو ته تيار دي).
د درې کلونو په اوږدو کې امريکا هڅه وکړه، چې ترکيه د ډار او بې ثباتۍ هېواد وگرځوي او اردوگان په يوه وارخطا حالت کې خپل ځان ته ورتاو کړي، خو اردوگان څه وکړل؟ ايا رښتيا ووېرېد او دوی ته ور وگرځېد؟
اردوگان د دغه امريکايي يرغل په وړاندې زړورتيا خپله کړه او بالمقابل يې په ډېره هوښيارۍ همداسې حملې وکړې، پر امريکايي پلانونو او هڅو يې ځان پوی کړ او وتوانېد چې ترې تېر شي، ځکه نو خبره دې ته ورسېده، چې امريکا يوازې د ترکيې د ډارولو پر ځای نېغ په نېغه هلته سياسي وضعه او ملي يووالی په نښه کړ او دا کار د گولن ډلې له لارې ترسره کوي.
ملت د هر دولت د ملا تير گڼل کېږي بېروکراسي نه، نه هغه څوک چې د نورو هېوادونو د امرونو پيروي کوي. دولت پر ملت ولاړ وي، ځکه نو چا چې اردوگان دغې لارې ته سم کړ او د هغه بنيادي ملاتړ يې وکړ، هغه ملت و.