تېر کال د کندز په جګړه کې امریکايي ځواکونو په بېپوله ډاکټرانو روغتون باندې بمبار وکړ چې له امله یې ۴۲ تنه ناروغان او د روغتون غړو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه پېښه ټولو نړیوالو سازمانونو وغندله او د دې پېښې بمبار کوونکي یې جنگي جنابت کاران وبلل او له امریکا څخه یې غوښتنه وکړه چې دوی محکمه کړي.
همدارنگه له اوباما څخه مدني ټولنو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې له امله دې د وژل شوو کسانو له کورنیو څخه د بښنې غوښتنه وکړي چې تر دې دمه نه باراک اوباما او نه کوم بل امریکايي چارواکي د پېښې له امله بښنه غوښتې.
جنرال جوزف وتل د امریکايي پوځ د مرکزي قومندې مشر رسنیو ته وویل چې د کندز پېښه یوه انساني او تخنیکي خطا وه چې ۱۶ تنه امریکايي پوځیان په کې شامل دي. د جوزف په وینا دغه ډله امریکايي پوځیان به د دې جرم له امله نه محکمه کېږي ځکه دوی سهوا دغه پېښه ترسره کړې نه عمدا.
جنرال جوزف همداراز زیاته کړه چې یوازې به د دوی دندې ځنډول کېږي او نوره به کومه سزا ورته نه اورول کېږي.
د امریکايي جنرال له دې څرگندونو وروسته د بېپوله ډاکټراون نړوالې ادارې دغه څرگندونې رد کړې او له نړیوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې اړه یوه عادلانه څېړنه وکړي.
د بېپوله روغتون مسوولین وايي چې دوی خپل د جيپیاس معلومات دواړو امریکایانو او طالبانو ته ورکړي وو چې دوی له هر ډول خطر څخه محفوظ وساتل شي.