تېره اوونۍ د لبنان د شیعه گوند حزب الله نظامي مشر مصطفی بدرالدین په یوې چاودنه کې ومړ. مصطفی بدرالدین د حزب الله د گوند نظامي مشر او د دې گوند د سوريې د جگړې مسوول وو.
د حزب الله گوند د یوې خبرپاڼې له لارې خبر ورکوي چې د دوی له څېړنې داسې ښکاري چې مصطفی بدرالدین د دمشق د هوايي ډگر تر څېرمه د یوې چاودنې په ترڅ کې چې د سنې ډلې له لوري پروگرام شوو مړ شوی دی.
په لومړیو کې د حزب الله ډلې د دې برید پړه په اسراییلو واچوله خو وروسته بیا د یوې اعلامیې له مخې وویل چې د دې برید مسوولیت ټول د سوریې په سني ډلو باندې دی.
مصطفی بدرالدین په ۱۹۸۰م کال کې په کویت کې د محکمې له لوري د اعدام په حکوم محکوم شوی وو. د کویت حکومت پر مصطفی بدرالدین باندې د دې هېواد د امیر د ترور پړه اچولې وه چې د کویت او عراق په جگړه کې له زندان څخه په تېښتې بریالی شوی وو.