پاکستاني پوځيانو د هلمند په دېشو ولسوالۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پاکستان بېرغونه پورته کړي.
خبري رسنيو د دې مراسمو په اړه راپورونه ورکړي او يوه ويډېو یې هم خپره کړې ده. ويډيو کې پاکستاني پوځيان او عام خلک په ډېر جوش د پاکستان ملي سرود زمزمه کوي.
له ويډيو داسې ښکاري، چې دغه ډول پېښې يو معمول ګرځېدلی او په ډېر ډاډ په کې ځايي خلکو لومړی تلاوت کړی او بيا يې په شريکه د پاکستان ملي سرود زمزمه کړی.
د هلمند ولايت د امنیتي کميټې مشر بشير احمد د دې خبر پخلی کړی او زياته کړې يې ده، پاکستان د دغه مراسمو لپاره ځانګړي تدابير نېولي وه، چې په پای کې يې خپل ملي سرود هم په خلکو واوراوه. ښاغلي بشير په دې اړه له دولت څخه د پوځي عملياتو غوښتنه کړې.
د هلمند په ګډون د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې د ګاونډي هېواد پاکستان د مداخلې خبرونه مخکې هم څو ځل د رسنيو له خوا خپاره شوي. څو ورځې وړاندې د هلمند ولايت د ترافیکو مشر عبد الجبار رسنيو ته ويلي وو، د هلمند د حليم کارېز په سيمه کې پاکستاني پوځيان له پولې دې خوا را تېر شوي وو.
هلمند له پاکستان سره يو سل او شپیته کيلو متره پوله لري.