د هسکې مېنې امنيه قوماندان وژل شوی
د ننگرهار چارواکو د هسکې مېنې ولسوالۍ د امنيه قوماندان او څلورو نورو پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. هغوی وايي، قوماندان او پوليس نن سهار وختي پر امنيه قوماندانۍ د داعش ډلې په ډلهييز بريد کې ووژل شو.
د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼې د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دغه ډله ييز بريد کې چې څو ساعته يې دوام وکړ، د هسکې مېنې امنيه قوماندان شاه محمود له څلورو پوليسو سره وژل شوی دی او شپږ نور پوليس ټپيان دي. نوموړی وايي، نښته کې ديارلس داعش سرتېري هم وژل شوي دي.
خوږياڼي وايي، چې وروسته نور امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د داعش بريد يې پر شا تنبولی دی. خو د سيمې خلک وايي، داعش وسله وال د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته ورننوتلي وو او جگړه ډېره اوږده وه، چې شايد د امنيتي سرتېرو مرگ ژوبله له دې لوړه وي.
د ننگرهار هسکه مېنه يوه له هغو ولسواليو ده، چې د داعش وسله والو فعاليت په کې ډېر دی.