افغانستانسلايډ

پګواش مشر: د طالبانو او حکومت ترمنځ رسمي خبرې نه دي شوي

په افغانستان کې د پګواش د ادارې مسؤول خليل الله ساپی وايي چې تر اوسه د طالبانو او د افغان حکومت د چارواکو ترمنځ رسمي خبرې اترې نه دي ترسره شوې.

هغه دغه څرګندونې نن ورځ له طلوع تلويزيون سره په خبرو اترو کې وکړې. ساپی وويل چې د افغانستان د حکومت چارواکو او نورو افغان مشرانو به مختلفو ځايونو کې له طالبانو سره کتلې وي، مګر په رسمي توګه خبرې اترې تر اوسه نه دي پيل شوي.

هغه دغه څرګندونې د هغو ګنګوسو په تړاو وکړې چې ويل کېږي چې د افغانستان د ملي امنيت مشاور، حنيف اتمر او د ملي امنيت رياست مشر، معصوم ستانکزي په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړي دي.

ساپی وايي په قطر کې د طالبانو د دفتر خلاصېدل د طالبانو په وړاندېز شوي، مګر قطر نه شي کولای چې د خبرو اترو له پاره پر طالبانو فشار راولي. هغه وويل چې طبيعي ده چې قطر به دوی وهڅولای شي. هغه دغه راز وويل چې د پاکستان پوځ او استخبارات هم کولای شي طالبان خبرو ته وهڅوي، خو په زور و جبر يې د خبرو اترو مېز ته نه شي راوستلای.

خليل الله ساپی وايي چې تېر کال د سولې څلور اړخيزې خبرې ځکه ناکامې شوې، چې پاکستان ونه شو کولای چې طالبان د خبرو مېز ته راولي. هغه وويل چې پاکستان هم ويلې چې دوی به طالبان خبرو ته وهڅوي، مګر فشار پرې نه شي راوړلای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button