افغانستان

برېښنا شرکت: چارواکي او زورواکي درې مليارده افغانۍ پوروړي دي

برېښنا شرکت خبر ورکړی دی، چې د کابل دولتي چارواکي او زورواکي د برېښنا د خرڅونو د نه ورکولو له کبله درې مليارده افغانۍ پوروړي دي.

د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم، د ولسمشرۍ پخوانی دوهم مرستيال کريم خليلی، د ولسي جرگې غړي، کمال ناصر اصولي او لالی حميدزی، عبد الرب رسول سياف او د برهان الدين رباني دفتر د هغو چارواکو او زورواکو په لسټ کې دې، چې د برېښنا شرکت رسنيو ته سپارلی دی.

د کابل د برېښنا رييس محب الرحمن مومند پرون يوه غونډه کې وويل، چې که څه هم چې د کابل برېښنا ډېره شوې نه ده، خو مصرف يې ډېر دی او په ژمي کې به دغه ښار د برېښنا له کمښت سره مخ شي.

نوموړي ويلي، د شرکت پوروړي په ټوله کې درې مليارده او درې سوه پينځلس مليونه افغانۍ پوروړي دي. چې په دې کې يو مليارد او شپږ سوه مليونه افغانۍ دولتي ادارو پسې پاتې دي.

د کابل د برېښنا رييس په وينا د ښار اوسېدونکو کې اووه سوه مليون افغانۍ پر داسې خلکو پور دي، چې د ولسمشر غني په غوڅ امر هم د دې پور پرې کولو ته تيار نه دي.

د برېښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي وايي، سره له دې چې د دغو خلکو برېښنا يې ورباندې پرې کړې ده، خو له زوره په گټه اخيستو هغوی بېرته نښلولې ده، خو خپلو پورونو پرې کولو ته حاضر نه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button