د هلمند د خانشين او گرمسېر ولسواليو اوسېدونکي ادعا کوي، چې له څو مياشتو راپه دې خوا پوليس د وسلو په زور د دې ولسواليو په لويو لارو کې لارې شکوي او خلک لوټي. دوی وايي، لښکرگاه سره نښتې د دې ولسواليو لارې له دا ډول پېښو ډکې دي.
د يادو ولسواليو سلگونه کسان پرون د هلمند د مدني ټولنې دفتر ته ورغلي وو او د لارو شکولو د پېښو له ډېرېدو يې شکايت کاوه. هغوی گواښ وکړ، چې که دولت د دې ستونزې د اواري غم ونه کړي، دوی به خپله لاس په کار شي.
د دوی په وینا تېره ورځ هم د پوليسو په جامو کې وسله والو کسانو اته موټران لوټ کړي دي. دا پېښه د دولت تر ولکې لاندې سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هلمند د مدني ټولنې رييس سردار محمد همدرد د دې خلکو د ادعا پخلی کوي او زیاتوي، چې له ولايتي چارواکو سره په دې اړه غږېدلی دی، څو امنيتي ځواکونه د لارو شکولو پېښو ته ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي. نوموړی وايي، د لارو شکونې دغه پېښې د دولت تر کنټرول لاندې سيمو کې کېږي، چې د ځايي حکومت پر کمزورۍ دلالت کوي. ښاغلي همدرد گواښ کړی، چې که د لارو شکولو ستونزې اوارې نه شي، د خلکو او دولت تر منځ به فاصله لا ډېره شي.
د هلمند امنيتي ځواکونو يا هم ولايتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.