سي ان ان نړیوالې ټلويزوني شبکې خبر ورکړی چې طالبانو د کندز ښار په بشپړ ډول نیولی دی. سي ان ان دغه خبر پارلمان ته د کندز د وکیلې شکریه پيمان احمدي له خولې ورکړی دی. شکریه پیمان احمدي اوسمهال په کابل کې پاتې کېږي خو په کندز کې مېشتو خلکو دا خبر تایيد کړی چې کندز د طالبانو په بشپړې ولکې کې دی.
تېره شپه شاوخوا درې بجې طالبانو د کندز په ښار باندې له څلورو برخو برید وکړ چې د ورځې په درې بجو کې په دې وتوانېدل چې د کندز ښار مرکزي چوک په بشپړې توگه تر خپلې ولکې لاندې راوړي. د طالبانو له لوري خپرې شوې ويډیوگانې هم دا ښکاره کوي چې ښار اوس د دوی په لاس کې دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبر تایيد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د کندز ښار لپاره امنیتي مسوول ټاکلی او غواړي چې ښار خپل عادي حالت ته بېرته وگرځوي. سي ان ان ته د بهرنیو هېوادو د خیریه ټولنو غړو چې اوسمهال په کندز کې دي خبر ورکړی چې طالبان اوس د ښار په ټولو برخو واکمن دي.