افغانستان

د ناټو سرمنشي کابل ته راغلی

د ناټو سرمنشي د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی.

بروکسل کې د ناټو له مرکزي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرگ د ناټو نظامي کمېټې د مشر جنرال پيټر پاويل په گډون د يو لوړپوړي يلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی.

خبرپاڼه زياتوي، چې د ناټو پلاوی به ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله او افغانستان کې د ناټو نظامي او ملکي چارواکي سره د افغانستان په اړه ليده کاته وکړي.

د سرچينې په وينا د ناټو دغه پلاوی به افغانستان کې د ناټو روزنيز ماموريت او د قاطع ملاتړ په اړه افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې جيمز سټولټنبرگ به کابل کې د ناټو پوځيانو او د افغانستان ملي دفاعي پوهنتون کې افغان نظامي افسرانو ته جلا جلا ويناوې وکړي.

د ناټو سرمنشي په داسې وخت کې کابل ته راغلی، چې افغانستان کې د ناټو او امريکايي سرتيرو قوماندان جنرال جون ايف کمبل له اتلس کالو ماموريت وروسته له افغانستانه ولاړ او پر ځای يې جنرال جون نيکلسون وټاکل شو.

امريکايي چارواکو اعلان کړی، چې افغانستان ته به زر نور سرتيري هم راليږي او جنرال جون کمبل پنټاگون ته مشوره ورکړې، چې د طالبانو ځپلو لپاره دې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنيز ملاتړ تر څنگ د جگړې په ډگر کې هم همکاري وشي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button