خبرونهسلايډ

کرزی: سخت‌دریځي او بنسټپالنه د لویدیځ د سیاستونو پایله ده

حامد کرزی د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ایروـ ایشیا په نړیوال اقتصادي کنفرانس « د نړۍ اوسنی اقتصادي وضعیت او راتلونکی» کې وویل چې سخت‌دریځي او بنسټپالنه کومه دیني ریښه نه‌لري، دا یوازې د لویدیځ د ناوړه سیاستونو پایله ده.

کرزي همدارنګه اندېښنه ښکاره کړه چې اسیايي هېوادونه په ځانګړې ډول او نړۍ په عمومي ډول راتلونکي کې د سخت‌دریځۍ او بنسټپالنې د پراخېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

کرزي پخوا یې هم د سولې د خبرو هرکلی کړی و، اوس یې یو وار بیا غوښتنه وکړه چې د افغاني ستونزې یوازینی حل په سوله کې دی. کرزي د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په وسله‌والو مخالفینو دې فشار راوړي تر څو د سولې خبرو اترو کې برخه واخلي.

کرزی په دې نظر دی چې د افغانستان داعش د پاکستان او نورو استخباراتي ډلو تولید دی چې غواړي سیمه کې ثبات او امنیت له منځه یوسي. کرزي همدارنګه زیاته کړه چې د سیمې ستونزې ډېری د سترو قدرتونو تر منځ د بې اعتمادۍ له امله رامنځته شوي دي چې واړه هېوادونه یې په ډېرو بلاوو او مصیبتونو اخته کړي دي.

کرزي زیاته کړه چې د افغانستان ۴۰ کلنه غمیزه د افراطیت، بنسټپالنې او سخت‌دریځۍ رامنځته کېدل ستر لامل د سترو قدرتونو تر منځ د اعتماد نه‌شتون دی. کرزي د ترکیې، فرانسې او بروکسل پېښو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د بنسټپالنې او افراطیت له خطر څخه هیڅ څوک په امن کې نه پاتې کېږی او ټوله نړۍ یې له خطر سره مخ ده.

کرزي وویل: «ما د خپلې ولسمشرۍ په دوران کې د امریکا، چین او روسیې مشرانو ته څو وارې وویل چې سخت‌دریځي یوازې په سویلي اسیا، منځني ختیځ او اسیايي هېوادونو کې نه پاتې کېږي، دا به د نړۍ ټولو برخو ته ریښې پیدا کوي».

کرزي همدارنګه زیاته کړه چې دلته یو ستر قدرت کاري فرصتونه، پرمختیايي پلانونه پیدا کوي او بل یې له منځه وړي او تر څنګ یې ترهګرۍ ته لار پیدا کوي.

کرزي په دې ټینګار کاوه چې د افغانستان د روانې شخړې یوازېنې حل له طالبانو سره د سولې خبرې اترې دي. د ده په وینا طالبانو د شخړې یوازینې لوری دی چې د ملي یووالي حکومت باید ورسره خبرو ته کیني. کرزی داعش یوازې د پاکستان لاسپوڅي بولي نه یو ولسي خوځښت.

تمه کېږي چې کرزی له قزاقستان څخه وروسته د مسکو په لور سفر وکړي. په دې سفر کې د کرزي پخواني ملګري او د هغه وخت د حکومت لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button