وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې د کندوز خان اباد او د ننگرهار حصارک ولسوالۍ نيولې دي. د کندوز پر خان اباد ولسوالۍ له څو ورځو راهيسې د طالبانو بريدونه روان وو، خو پر حصارک يې له تېرې ورځې راهيسې جگړه پيل کړې وه.
د کندوز امنيتي چارواکو د خان اباد د سقوط پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې وسله والو نن سهار مهال ولسوالۍ په بشپړ ډول ونيوله او ټول نظامي او ملکي ادارې، دولتي دفترونه، امنيه قوماندانۍ او د ولسوالۍ مرکز يې ولکې ته ورغلل.
چارواکي وايي د خان اباد امنيتي ځواکونو له ولسوالۍ څخه په شا تگ کړی او نږدې ولسواليو ته يې ځانونه رسولي دي.
طالبانو ادعا کړې چې ولسوالۍ کې يې گڼ شمېر امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اړولې او ډېرې سپکې او درنې وسلې په لاس ورغلې دي.
ننگرهار- حصارک
بل پلو راپورونه څرگندوي، چې طالبانو د ننگرهار پر حصارک ولسوالۍ هم درنه جگړه کړې او دغه ولسوالۍ يې نيولې ده. د ننگرهار چارواکي وايي، چې د ولسوالۍ له نيولو وروسته يې د طالبانو بريد بېرته په شا تنبولی، خو د سيمې خلک تاييدوي، چې يوازې له يوې مهمې پوستې پرته ټوله ولسوالۍ د طالبانو ولکې ته ورغلې ده.
د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وایي، جگړه کې يې له څلوېښتو ډېر وسله وال وژلي دي. بل لور ته طالبان هم دغه جگړه کې د لسگونو امنيتي سرتېرو د وژلو خبر ورکوي.
د ننگرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي، ولسوالۍ ته يې تازه دمي عسکر استولي دي او پر وسله والو يې هوايي بريدونه کړي دي.
حصارک د ننگرهار لويديځ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له د کابل له خاکجبار او د لوگر له ازرې ولسواليو سره نښتې ده، طالبانو په دې وروستيو کلونو کې د دې ولسوالۍ د نيولو ډېرې هڅې کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د ولسوالۍ د مرکز په نيولو توانېږي.