همدرد: حزب اسلامي سره د سولې د خبرو عملي پړاو لا هم نه دی پيل شوی
د پکتیا پخواني والي او د حزب اسلامي غړي جمعه خان همدرد څرگنده کړې ده، چې د دولت او حزب تر منځ د سولې د خبرو عملي پړاو لا هم نه دی پيل شوی او د سولې دغه تړون تر اوسه په لومړي پړاو کې دی.
نوموړي زياته کړې ده، چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرو د بريا لپاره نور پړاوونه هم شته خو په دې اړه يې کره څه نه دي ويلي.
هغه پر دولت غږ کړی، چې بايد دغه پړاوونه تعقيب کړي او د سولې تړون ته عملي بڼه ورکړي.
ښاغلي همدرد ويلي، چې د دواړو لوريو تر منځ د سولې دغه خبرې ځکه بريالۍ شوې، چې کوم بهرنی منځگړی په کې نه و او بين الافغاني خبرې وې. خو د هغه په وينا د دولت د مشرانو تر منځ اختلافات، کمزوری مديريت، شخصي ملېشې او ځينې نورې ستونزې هغه څه دي، چې د سولې خبرې ټکنۍ کوي.
دی دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار نوم لا هم د ملگرو ملتونو په تور لسټ کې دی او کابل ته راتلی نه شي. جمعه خان همدرد په خپلو تازه خبرو کې ويلي، چې له تور لسټه د هغه د نوم د لرې کېدو تر وخته به کابل ته رانشي.
څه موده مخکې داسې گنگوسې هم وې، چې د غيرت بهير په مشرۍ د حزب يو پلاوی امريکا ته د دې لپاره ځي چې له توره لسټه د حکمتيار د نوم پر ويستلو خبرې وکړي.