د لوړو زده کړو وزارت نن یکشنبه له ماسپښین وروسته د اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په شتون کې د ۱۳۹۴ـ ۱۳۹۵ کال د کانکور پایلې اعلان کړې.
په تیرو کې له کانکور ازموینې وروسته ګډونوالو د اداري فساد د شتون له امله شکایتونه کول. خو ویل کېږي چې دا ځل د کانکور ازموینه په ډیره شفافه ډول تر سره شوه.
کومو زده کړیالو چې د ۱۳۹۴ـ۱۳۹۵ د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و کولی شي چې د لوړو زده کړو وزارت له ویب پاڼې څخه پایلې معلومې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت، فرامرز رحیمي د محمد رفیق زوی د هرات ولایت اوسیدونکی د ۳۴۰،۹ نمبرو په اخیستلو د کانکور اول نمبر اعلان کړ او د کابل پوهنتون د طب پوهنځې ته بریالي شو.
فواد احمد د کابل ولایت اوسیدونکی د ۳۳۹ نمبرو په اخیستلو د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته لار بریالی شو.
د ۱۳۹۴ کال د کانکور په ازموینه کې ۱۷۹زره او ۶۱۴ کسانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې یې ۵۸زره او ۳۱۷ کسانو دولتي پوهنتونو ته بریالي شوي.
ویل کېږي چې ۴۶زره او ۹۶۰ کسان په کې نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شوي او ۵۱زره کسان شخصي پوهنتونونو ته کامیاب شوي.
۲۲زره او ۹۳۳ کسان په کې ناکام شوي.