تورخم کې له څو ورځو شخړو وروسته د دواړو لوريو تر منځ پر اوربند سلا شوې ده. پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چې تورخم کې پر اوربند هوکړه شوې او دواړو لوريو سلا کړې، چې ستونزه به د خبرو له لارې اواروي.
ښاغلي زاخېلوال امريکا غږ سره مرکه کې ويلي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوړرتبه چارواکو او لوی درستيز سره ليدنه کې د تورخم پر ستونزه غږېدلي دي.
نوموړی زياتوي: «په څه چې موږ هوکړه وکړه، لومړی دا چې دواړه لوري بايد اوربند او د جنگ د ډېرېدو مخنيوی وکړي او د رامنځته شوي تاو تريخوالي د کمولو هڅه وکړي».
بل لور ته افغان امنيتي ځواکونو خبر ورکړی، چې تورخم ته استولي اضافي ځواکونه يې بېرته خپلو مرکزونو ته ورغوښتي دي.
تورخم کې د افغانستان او پاکستان د سرتېرو تر منځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل هلته دروازه ولگوي، خو افغان لوري يې مخه ونيوله. په دې نښته کې درې افغان سرتېري او يو پاکستانی منصبدار ووژل شول او دواړو لوريو ته ځينې سرتېري ټپيان شول.