افغانستانسلايډ

کابل: د امريکايي پوهنتون دوه استاذان تښتول شوي

د کابل پوليسو د نامعلومو تښتوونکو له لوري د دوو بهرنيانو د تښتولو خبر ورکړی دی. پېښه د يکشنبې په ورځ ماښام مهال د کابل ښار اوومې امنيتي حوزې اړوند د دار الامان سړک سناتوريم سيمه کې رامنځته شوې ده.

خبريال بلال سروري څرگنده کړې ده، چې تښتوونکو د امنيتي ځواکونو يونيفورم پر غاړه درلود، خو دا معلومه نه ده، چې امنيتي ځواکونه وو او که تښتوونکو يې له يونفورمه گټه اخيستې ده.

پوليس وايي، چې دواړه تښتول شوي کسان کابل کې د امريکایي پوهنتون استاذان دي، چې يو يې امریکايی او بل اسټراليايی دی.

په دې وروستيو کې د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو کې د بهرنيانو د تښتوونې پېښې ډېرې شوې دي، څه موده مخکې کابل کې د خيريه موسسې يوه هندۍ کار کوونکې وتښتول شوه. له هغې وړاندې جلال اباد ښار کې وسله والو کسانو له نظامي يونيفورمه په استفادې دوه استراليايان وتښتول.
څه ورځې وړاندې هرات کې هم د سيالبينو بهرنيانو پر يوه کاروان وسله وال بريد وش، چې چې اووه تنه په کې ټپيان شول. طالبانو يوازې د هرات د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button